افغانستان کې د سرهصلیب نړیوالې کمیټې رییسې کاتارینا ریتز، عملياتي مرستیال سکات دوسیت او د یاد سازمان سیاسي مشاور عزتګل د ریاستالوزرا د دفتر له رییس ډاکټر عبدالواسع سره لیدلي. مېرمن ریتز د یادې ټولنې د فعالیتونو پر مهال د سرپرست حکومت د مسوولینو له همکارۍ څخه په مننې سره ویلي؛ چې د سرهصلیب نړیوالې کمېټې د تېر کال په پرتله اوسمهال د روغتیا، برېښنا، پاکو اوبو رسولو، بندیانو ته د خدمتونو وړاندې کولو، د خوارځواکۍ کچې راکمولو په برخو کې خپل کارونه زیات کړي دي. ورته مهال ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي، چې ټول خیریه بنسټونه باید د هغو کارونو او خدمتونو وړاندې کولو ته لومړیتوب ورکړي، چې د ننني عصر د اړتیاوو مطابق وي او د خلکو واقعي ستونزو ته باید رسېدنه وشي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی، چې خیریه کارونه باید سیاسي چارو پورې ونه تړل شي او په بېطرفۍ سره ترسره شي.