د پنجشېر د پاسپورټ ریاست په تېرو ۳ میاشتو کې څه باندې ۲۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د پاسپورټ ریاست مسوولینو ویلي، چې د روان کال په ۳ میاشتو کې يې ۴ زره ۷۸۹ پاسپوټونه وېشلي، چې له درکه یې ۲۶ میلیونه ۵۱۹ زره ۲۰۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.