په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې د جولای په ۱۵مه نېټه د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام ادارې په قول وویل، په غزه کې د ۴۰ میلونو ټنو کنډوالو د پاکولو لپاره ۱۵ کلونو ته اړتیا لري. دغه کار څه باندې سلو لاریو ته اړتیا لري او لګښت به یې له ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه واوړي.
یادې ادارې دغه راز ویلي، په غزه کې کنډوالې د ځايي وګړیو ژوند ګواښي، ځکه چې ښايي چاودېدونکي او زهرجن مواد پکې موجود وي.