د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري په کابل کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې چې ٢٣ ورځې به دوام وکړي. په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس مولوي ویلي، چې د افغانستان سپورټ له بل هر وخت څخه ډېره وده کړې، چې د کرکټ، فوټسال، فوټبال او بدن ښکلا وروستۍ لاسته راوړنې یې مهمې بېلګې دي. د یادونې وړ ده، چې د دې سیالیو اتله لوبډله به د روان ۲۰۲۴ کال د مرکزي اسیا فوټسال کلبونو ترمنځ سیالیو ته لار ومومي.