د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ناروغۍ نهه پېښې ثبت شوې. ويل کیږي وروستۍ هغه یې د خیبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. د دغه هیواد د روغتیايي چارواکو په وینا د خیبرپښتونخوا په هنګو کې د ګوزڼ د وروستۍ پېښې له ثبتېدو سره، تر اوسه پورې د پاکستان د سیند ایالت د کیماړي ولسوالۍ او حیدراباد په ګډون د ۵۱ ولسوالیو څخه له ۲۱۵ زیات نمونو کې د پولیو ویروس موندل شوی دی. ويل کیږي، پر دې سربېره د جامشورو، چمن، پښین او لاهور په ځینو نمونو کې هم د پولیو ویروس موندل شوی دی. د پاکستاني چارواکو په وینا په دغه هیواد کې تر دې دمه نهه ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي چې تېره ورځ د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې یونیم کلن ماشوم د پولیو ناروغۍ له امله په پښو شل شوی.