د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څخه ۵۸۵۵ تنه افغان کډوال په جبري ډول یا په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت ویلي، چې راستانه شوي کورنۍ د لا زیاتو مرستو ترلاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي دي.