د چمن او سپین بولدک یو شمیر اوسېدونکي وايي، چې د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د افغانستان په پیژندپاڼه او د پاکستان پر شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي، او دغه دروازه تړلې پاتې ده. تېره ورځ په چمن کې له ۱۰ میاشتني ځنډ وروسته روان پرلت پای ته ورسېد او په پرلت کې اعلان وشو چې نور به د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تېر په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ کیږي. خو پرلتوال وايي،له نن سهار راهیسې لسګونه کسان د دروازې دواړو غاړو ته د پرلت له اعلان سره سم د تګ راتګ په تمه دي او د تېرېدو اجازه نه ورکړل کیږي. په چمن کې یوه ځايي خبریال ویلي، چې سهار د دروازې د خلاصېدو په تمه پر ډیورنډ کرښې جوړې شوې دروازې ته له نږدې ورغلی خو پاکستاني ځواکونو خلکو ته له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.