په کابل کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو ښوونځیو د جوړولو چارې پیل شوې. د پوهنې وزارت د اداري مرستیال صبغت الله وصیل له لوري د کابل ولایت په درېيو ولسوالیو کې (قرهباغ، بګرامي او سروبي) کې د وطن پرمختیا او نوښت موسسې په مالي ملاتړ د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو لومړنیو ښوونځيو د ودانیو بنسټ ډبرې کېښودل شوې. صبغت الله وصیل ویلي چې پوهنې وزارت هڅه کوي، تر څو د خپلې تګلارې سره سم د ښوونیزو بنسټونو د پراختیا ترڅنګ، په ټول هېواد کې متوازنه ښوونیز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.