د سرپرست حکومت اداري مرستیال د ترکیې هېواد «ای ایچ ایچ» خیریه موسسې له مسولینو سره کتلي. د یادې موسسې رییس سلیمان ایپلي او مسوولینو ویلي، چې دوی اوسمهال بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش او له یتیمانو، بې وزلو سره د مرستو په برخه کې فعالیت کوي او راتلونکي کې به خپل بشرپاله فعالیتونه لا پراخه کړې. ورته مهال اداري مرستیال د یادې موسسې د کړنو په ستاینې سره ویلي، چې ترکیه او افغانستان په دیني، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي برخو کې اوږدې او تاریخي اړیکې لري او هیله ده چې دا اړیکې لاپراختیا او پیاوړتیا ومومي.