د پروان د اقتصاد ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیاه ګرد او بګرام ولسواليو کې د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د ناروې کمېټې له لوري پر ۱۲۵۰ کورنیو چرګان وېشل شوي دي. د یاد ولایت د اقتصاد رییس مجیب الله رحیمی ویلي، چې په سیاه ګرد او بګرام ولسوالیو کې د کلیوالي ژوندانه پیاوړتیا او د خوړو خوندیتوب پروګرام کې د ناروې کمېټې له لوري ۱۲۵۰ کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړ شول او پر هرې کورنۍ د هګیو ۳۰ چرګان ووېشل شول. ورته مهال په یاد پروګرام کې په افغانستان کې د ناروې کمېټې له لوري پر ۱۰۰ نورو کورنیو د شاتو مچیو صندوقونه او اړوند توکي ورکړل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې داسې برنامې کولی شي د کورني اقتصاد په پياوړتیا کې اساسي رول لري.