د امنیت شورا یوه ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ټاکل شوې وه دغه بندیان تېره ورځ له زندان ازاد شي خو اوس دغه پرېکړه ځنډېدلې ده. احمد جاوید صدیقي وایي افغان حکومت غواړي ددغه کسانو دوسیې لا په دقیقه توګه وڅېړي نو ځکه یې د خوشي کولو بهیر ځنډېدلی دی. بلخوا اسوشټېډ پرېس خبري اژانس بیا وایي چې د پنځو زرو طالب بندیانو په خوشي کولو کې ځنډ او دغه ډول خنډونه ښایي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه زیانمنه کړي. د هوکړې له مخې باید د روانې میاشتې تر لسمې د طالبانو لس زره بندیان له زندانونو ازاد شوي وای، خو افغان حکومت د دومره بندیانو له خوشي کولو سره موافقه نه ده کړې. ولسمشر غني تېره اونۍ وویل چې له دې ډلې به پنځلس سوه بندیان ازادوي، خو طالبانو بیا دا خبره رد کړه او د ټولو پنځه زره بندیانو د خوشي کولو غوښتنه یې وکړه.