د بنو قومي مشرانو تر يوې اوږدې ناستې وروسته د مشرانو د غوښتنو لپاره د یوې کمېټې د جوړولو غوښتنه کړې ده. د جرګې مشرانو ویلي، تر څو یې چې غوښتنې نه وي منل شوي خپل اعتصاب او پرلت ته به دوام ورکړي. د قبایلي مشرانو او د بنو د سوداګرۍ خونې مشر ناصر بنګښ ویلي، د دوی اعتصاب به له نن څخه پيل شو او ټاکل شوې ګڼ شمېر خلک په کې برخه واخلي. بنګښ زیاتوي، دوی خپلې غوښتنې اعلی وزیر ته وړاندې کړې دي. په ځواب کې ورته ویل شوي چې، په دې کې ځینې داسې غوښتنې شته چې د مرکزي حکومت منظورۍ ته اړتيا لري، نو د پنجشنبې په ورځ به په دې اړه یوه غونډه راوبولي او پر غوښتنو به غور وکړي، که ومنل شي، دوی به یې خپله ورته اعلان کړي. ناصر بنګښ وویل، د اېپکس نومې کمېټې کې به د بنو د قومونو د استازې جرګې پنځه غړي هم شامل وي.