د راپورونو له مخې ایراني لوري له افغانستان سره پر پوله د ۳۰۰ کیلومتره دېوال جوړولو خبر ورکړی دی . د مهر دولتي خبري اژانس په یوه خپاره کړي کې ویلي، چې د ایران د پیاده ځواکونو عمومي قومندان جنرال مهدي شېردل پرون له افغانستان سره پر پوله خراسان رضوي ولایت ته سفر کړی او د دېوال د جوړولو چارې یې کتلې دي. جنرال مهدي ویلي، چې دا دېوال د افغانستان د پولې په اوږدو کې ۳۰۰ کیلومتره اوږد او څلور متره لوړ دی چې چارې به یې ډېرې ژر بشپړې شي. ایراني چارواکو ویلي، د دې دېوال د جوړولو موخه یې د دوی په خبره د امنیت د لا ټینګښت، د مخدره موادو د قاچاق او د ناقانونه کډوالو د راتګ مخنیوی دی.