د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د انرژۍ وزارت له مرستیال، محمد جوانبخت او مل پلاوي سره کتلي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه کتنه کې محمد جوانبخت ومنله چې روان اوبیز کال کې د ایران اوبیزه حقابه تامین شوې او د کال تر پایه به نوره حقابه هم ترلاسه کړي. خبرپاڼه کې راغلي، دغه کتنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، هلمند د اوبو او اوبیزو پروژو په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د بهرنو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې په تېرو ۴۵ کلونو کې د حکومتونو د نه پاملرنې له امله د کجکي بند شاوخوا نیمې زخېرې خپله اصلي وړتیا له لاسه ورکړې او له ایراني لوري یې وغوښتل څو دغه راز حقایق په پام کې ونیسي.