هېواد ته د حاجیانو د راستنېدو لړۍ پرون پای ته ورسېده. په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر ویلي، چې یاد وزارت په هېواد کې د یو ستر دیني ارګان په توګه توانېدلی، چې حاجیانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي. نوموړي زیاته کړې، چې ټولیزه توګه ۲۷ تنه افغان حاجیان په مکه او مدینه کې د بېلابېلو پېښو له امله مړه شوي دي.