د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د ۱۲ کیلو متره سړک د بیا رغولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د ټولګټو ریاست د تخنیکي او ماشینري ټیمونو له لوري د ۱۲ کیلو متره سړک د بیا رغولو چارې بشپړې شوې دي. ازره د لوګر له لرې پرتو ولسوالیو څخه ده، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته غځېدلی سړک زیانمن او اوسېدونکي یې له ګنو ستونزو سره مخ وو چې له بیارغونې سره یې د تګ راتګ پر مهال د دغې ولسوالۍ د زرګونو اوسېدونکو ستونزې حل شوې دي.