په نیپال کې د الوتکې لوېدو په پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي؛ خو پیلوټ یې ژوندی پاتې او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. ویل شوي، چې دغې کوچنۍ الوتکې د نیپال په پلازمېنې کټمندو کې له لوېدو وروسته اور اخیستی. د هوايي ډګر د امنیت مشر ارجن چند تاکوري ویلي، الوتکه د کټمندو له تریبوان نړۍوال هوايي ډګر څخه د الوتنې پر مهال لوېدلې ده. د نوموړي په خبره، په دې الوتکه کې د پیلوټ په ګډون ۱۹ کسان سپاره وو چې اتلس کسان یې مړه شوي او یوازې پیلوټ په کې ژوندی پاتې دی. نیپالي رسنیو ویلي، الوتکه د سیمهییز سوریا هوايي شرکت اړوند وه.