د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې مس عینک کان ته د غځېدلي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال د مس عینک پروژه له مهمو او حیاتي پروژو څخه وبلله او زیاته یې کړه، د دې پروژې ډېر وخت ضایع شوی او اوسمهال په کار ده چې عملي کارونه یې ژر پيل شي. نوموړي د مس عینک پروژې د قراردادي کمپنۍ مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د پروسس پر مهال د زهرجنو موادو د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې دننه کافي مواد موجود دي، دا ستونزه په بشپړ ډول حل شوې او د پروژې د عملي کار پر وړاندې هېڅ خنډ نشته. نوموړي زیاته کړه، چې د پروژې لپاره یې د پیسو د انتقال په موخه د افغانستان بانک ته لارښوونه شوې، چې له قراردادي کمپنۍ سره لازمه همکاري وکړي. د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، یاد سړک ۸،۹ کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي او لګښت یې د اېمسيسي چیني شرکت له خوا ورکول کېږي، خو سرچینې یې لګښت نه دی مشخص کړی.