رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په سویلي اېتوپیا کې د ځمکې ښوېیدو له امله د مړو شمېر ۲۲۹ ته پورته شوی او د راپورونو لمخې ښايي تر دې هم لوړ شي. راپور زیاتوي چې په سیمه کې د پلټنې او ژغورنې لړۍ لا هم دوام لري. د دغې ځمکې ښویېدنې لامل، په سیمه کې شدید باران او ورښتونه یاد شوي دي.