د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند سپوږمۍ راډيو ته ویلي، چې دا ښوونځی د بره کي برک ولسوالۍ اړوند په پادخواب روغني سیمه کې د یونیسف په همکارۍ د جاپان هېواد په مالي ملاتړ په پاخه او اساسي ډول جوړېږي. دي. نوموړی وایي، دغه ودانۍ ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، احاطوي دېوال، د لمریزې برېښنا سیسټم، د پاکو اوبو شبکه، د لاس مینځلو ځایونه او دکانکریټي کثافت دانیو جوړول پکې شامل دي، چارې به یې تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې بشپړې شي.