د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په کابل نړۍوال هوايي ډګر کې د نوي انتظار ځای د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده. د دغه وزارت د سرپرست په وینا، پر دغې ۳ پوړیزې ودانۍ چې، مسافرو لپاره به پکې ګڼې اسانتیاوې وي، ۳۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې هم په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي. نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د کابل په هوايي ډګر کې د نوي انتظارځای د جوړولو د پروژې ارزښت له ۳۰۰ میلیونو افغانیو زیات وباله او زیاته یې کړه چې دا انتظار ځای به درې پوړونه ولري او د ۱۵۰ کسانو ظرفیت به ولري. ورته مهال د قراردادي شرکت مسوولين په دې انتظار ځای کې د کار پر کيفيت د ټينګار تر څنګ په ټاکلي وخت د دې پروژې د بشپړېدو ډاډ ورکوي.