د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ټاپي پروژې د کار د پیل په موخه ټول چمتووالی نیول شوی دی. د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې په هېواد کې امنیت ټینګ شوی او هغه ننګونې چې د ټاپي پروژې د لارې په اوږدو کې د ځمکې د استملاک په برخه کې وې حل شوي او د سیمې هېوادونه باید په دې پروژه کار پیل کړي. اخوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، د ترکمنستان د کابینې د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون یو پلاوی اسلام اباد ته تللی او د دغه هېواد د نفتو له فدرالي وزیر سره یې په کتنه کې د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا په اړه هوکړه کړې ده. په دغه کتنه کې پاکستاني او ترکمنستاني چارواکو د ټاپي پروژې د انرژۍ د لګښتونو په کمولو، د کارموندنې او د سیمې د هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې د پاکستان پټرولیم مهم بللي.