د ترکیې په استانبول کې د میشتو سوداګرو د شورا رییس احسان الله کامه وال په متحده عربي اماراتو کې د امریکا د سفارت له چارسمبالې، کرن ډېکر سره کتلي دي. په دې کتنه کی په بېلابېلو هېوادونو کی افغان سوداګرو هم ګډون درلود او د افغانستان په روان اقتصادي وضعیت بحث شوی دی. د افغانستان په مالي او اقتصادي سکټور د بندیزونو لړۍ ته د پای رسولو غوښتنه شوې او ټینګار شوی چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د خصوصي سکټور ملاتړ ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لیدل کیږی.