د بدخشان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د تېر کال په پرتله دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي دي. د کرنې ریاست د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه وروستي ورښتونه، د نباتي ناروغیو او افتونو کمېدل او د بزګرانو د پوهاوي کچې لوړیدل بولي. د دغه ولایت کروندګر د کرنې له ریاسته غوښتنه کوي څو محصولاتو ته یې بازار پیدا او د ساتنې لپاره یې ورته سړې خونې جوړې کړي.