د کليو بيارغونې او پراختيا سرپرست وزیر پکتيا ته د سفر په ترڅ کې په ياد ولايت کې د ۲۱۲ بېلابېلو پراختيايي پروژو پرانيسته وکړه. د ياد وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (يونپس) دفتر په مالي مرسته د پکتیا د مرکز ګردېز په بېلابېلو کلیو کې د څه باندې ۳۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام پر مټ بشپړې شوې دي. په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول او رغول، د ويالو پخول، د اوبو لګولو کانالونو او کارېزونو جوړول او پاکول، د اوبو لګولو ساختمانونو، د محافظوي او ګبیوني دېوالونو، پلچکونو او پلونو جوړول شامل دي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د يادو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې ويلي؛ ژمن دی څو د شته اسانتیاوو په لرلو سره د هېواد په لرو پرتو سیمو کې پراختیايي پروژې پلې او عملي کړي.