د سرپرست حکومت اداري مرستیال، د چین د ګرځندوی او فرهنګ وزارت له مرسیتال، لي کن او کابل کې د دغه هېواد له سفیر، ژاوشینګ سره کتلي دي. د ارګ د خبرپاڼې لهمخې، لي کن مس عینک کان کې د لرغونو اثارو خوندیتوب ته په اشارې ویلي، چین په کور دننه د دغه ډول کان د استخراج تجربه لري چې ګڼ لرغوني اثار یې درلودل. د سرپرست حکومت اداري مرستیال بیا دغه کتنه کې له چین غوښتي څو د ملګرو ملتونو د دایمي غړي په توګه، پر نړۍواله کچه د افغانستان د دریځ ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي له چینایي چارواکو سره دغه راز د واخان کوریډور په اړه هم خبرې کړې دي او هیله یې څرګنده کړې چې دغه کوریډور به د افغانستان او چین د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې ښه رول ولوبوي.