د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر، فلیپو ګرانډي سره پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو پاکستان کې د افغان کډوالو مسلې لپاره د دوامداره حل لارې پر پیداکولو او د پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ د همکاریو پر دوام هوکړه کړې ده. خبرپاڼه کې راغلي، اسحاق ډار او فلیپو ګرانډي په فرانکفورټ، بروکسل او لندن کې د دغه هېواد ډیپلوماټیکو استازولیو تر څېرمه لاریونونو په اړه هم خبرې کړې دي.