د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین د ګرځندوی او فرهنګ وزارت له مرستیال، لي کن سره د مس عینک کان د کېندنې او دغه کان کې د لرغونو اثارو خوندیتوب او د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو فرهنګي اړیکو په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه کې سرپرست وزیر د واخان کوریډور د افغانستان او چین ترمنځ نښلوونکې نقطه بللې او زیاته کړې یې ده چې دغه کوریډور افغان حکومت ته لومړیتوب لري. خبرپاڼه کې د لي کن په حواله لیکل شوي، مس عینک د افغانستان او چین ترمنځ د کلتوري تبادلې یو بې ساری مثال دی.