د ۲۰۲۴ زېږیز کال د المپیک سیالو پرانیسته به نن د فرانسې په پاریس ښار کې د څه باندې سلو هېوادونو د مشرانو په حضور کې ترسره شي. د المپیک نړۍواله کمېټه وایي، دغو سیالیو کې به د نړۍ له ګوټ ګوټه څه د پاسه ۱۰زره او ۵۰۰ لوبغاړي په بېلابېلو برخو کې لوبې وکړي. سږکال المپیک سیالیو کې به د ښځو په ګډون شپږ افغان لوبغاړي هم د لامبو وهلو، جودو، ځغاستې او بایسکل ځغلونې په برخو کې ګډون وکړي.