د ملي پراختیا شرکت ساحوي انجینران وایي، د قوش تېپې کانال د سربند رغنیزې چارې به د روان کال ترپایه بشپړې او عملآ به له امو سیند څخه کانال ته د اوبو راګرځولو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ملي پراختیا شرکت چارواکي وايي، چې د قوش تېپې ستر اوبیز ملي کانال د سربند رغنیزې چارې ۵۵ سلنه پرمخ تللي دي.
تخنیکي او فني انجینران وایي، د یاد سربند چارې چې کابو یو کال وړاندې پیل شوې وې، دمګړۍ یې چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې، چې د روان کال ترپایه پورې به بشپړې شي. د قوش تېپې کانال ساحوي مسوول سید ذبیح الله امیري وایي، دغه سربند ټولټال د اوبو ۱۴ کنټرولوونکې دروازې او یوه لویه کاسه لري او د چارو په بشپړېدو سره به یې هغه اندازه اوبه کانال ته راماتې شي، چې د آمو په سیند کې د افغانستان حق دی.