د تورخم کمېسارۍ مسوولین وايي، د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستې ده، خو له تېرو درېیو ورځو راهیسې د کرښې اخوا پاکستاني لوری له افغان غاړې ورتلونکي یو شمېر مسافر له قانوني اسنادو سره سره له کوم دلیل پرته بېرته افغانستان ته را اړوي. دغه راز پاکستان ته تلونکي یو شمېر افغان مسافر وايي، پاسپورټ او ویزه په لاس کې لري، خو پاکستاني چارواکي ورسره له کوم ښکاره دلیل پرته له پولې اخوا ناوړه چلند کوي او بېرته یې هېواد ته را اړوي. د تورخم کمېسارۍ مسوولین له پاکستاني چارواکو غواړي، چې تلونکو کسانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي، نه چې ستونزې ورته پيدا کړي.