د المان د بهرنیو چارو وزیرې، انالینا بیربک، له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستلو په اړه د المان د لومړي وزیر، اولاف شولټز پر څرګندونو نیوکه کړې. د راپور لهمخې، انالینا بیربک پرته له دې چې د چا نوم واخلي ویلي، هغه ژمنې چې عملي کیدای نشي، د امنیت په ټینګښت کې مرسته نشي کولای. دې وړاندې د المان لومړي وزیر، اولاف شولټز ویلي و چې برلین له دغه هېواده د افغان کډوالو د ستنولو په اړه پرېکړه کوي او دغه بهیر ته چمتووالی روان دی.