ځانګړو امنیتي ځواکونو وړمه شپه په پنجشیر کې د کرام الدین کریم د نیولو هڅه کړې ده، خو هڅه یې ناکامه شوې ده. ویل شوي چې د ځمکې او هوا له لارې ځانګړو ځواکونو پر جنسي ځورونو د تورن کرام الدین کریم د نیونې هڅه وکړه، خو د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شول او د کریم په نیولو بریالي نه شول. آن دا هم ویل شوي چې خلکو ځانګړي ځواکونه بې وسلې کړي هم دي، هغه څه چې چارواکو تر اوسه نه دي تایید کړي. په کابل کې چارواکي غلي دي، خو د پنجشیر چارواکي تاییدوي چې دا عملیات ناکام شوي. د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم د مالي او اخلاقي فساد په تور تر عدلي تعقیب لاندې دی، چې له اوږده وخت راهیسې په پنجشیر کې اوسیږي او هلته یې امنیتي ځواکونه په نیولو نه بریالي کېږي.
د کرام الدین کریم د نیولو لپاره د ځانګړو ځواکونو کارول او هغه هم بیا ناکام عملیات، د حکومت، حاکمیت او د امنیتي ځواکونو لپاره بدې پایلې لري. لومړی خو پکار وه چې دا ستونزه په ارامۍ حل شوې وی او که بیا عملیاتو ته اړتیا وی، نو پکار وه چې ځانګړي ځواکونه نه وی پکې کارول شوي. که ځانګړو ځواکونو ته هم اړتیا وی، نو بیا باید په هر قیمت چې وی، تورن نیول شوی وای. اوس چې له اوږده ځنډ وروسته دا عملیات شوي او ځانګړي ځواکونه پکې کارول شوي او بریالي شوي هم نه دي، نو دا څو منفي پایلې لري:
لومړی: له بده مرغه حکومت نشي کولی چې په ټولو مجرمینو او تورنو قانون یو ډول عملي کړي. له همدې امله ځینې واړه مجرمین په بند کې دي او ځينې لوی لا هم ازاد ګرځي.
دویم: حکومت نشي کولی چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې قانون یو ډول عملي کړي. د حکومت د کمزورو کړنو له امله د هېواد یوه سیمه اوس د مجرمینو او تورنو لپاره په خوندي سیمه بدله شوې ده. له دې وروسته به نور کسان هم جرمونه کوي او بیا به له قانون څخه د خلاصون لپاره دې سیمې یا بلې داسې سیمې ته پناه ور وړي. په دې سره د ملي حاکمیت نقض هم رامنځ ته کېږي چې دا لوی تاوان دی.
درېیم: په دغو ناکامو عملیاتو سره د امنیتي ځواکونو په اړه په ځانګړي ډول د ځانګړو ځواکونو په اړه منفي ذهنیت رامنځ ته کېږي. زموږ امنیتي ځواکونه نشي کولی چې یو مجرم ونیسي او بیا د ځمکې او هوا له لارې عملیات کوي، خو نه بریالي کېږي. که خبره د خلکو لخوا د مقاومت او مزاحمت وي، بیا هم د توجیه وړ نه ده، ځکه چې عملیات باید داسې پلان او پټ وساتل شي، څو دا ډول ستونزې رامنځ ته نه شي. له همدې امله حکومت په دغو ناکامو کړنو سره د امنیتي ځواکونو په اړه یو منفي تصویر ورکوي.
حکومتي چارواکو ته پکار ده چې نور دا ډول خامې لوبې پرېږدي، قانون باید پر ټولو خلکو او ټولو سیمو کې یو ډول عملي شي. هېڅوک او ځای باید د قانون له واکمنۍ بهر نه وي. امنیتي ځواکونه باید په داسې حالتونو کې پرېکنده عمل وکړي او د یو پیاوړي ځواک تصویر خلکو ته وړاندې کړي.