د تخینکي او مسلکي زده کړو عمومي ادارې سرپرست او مل پلاوي يې نورستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په وایګل او برګمټال ولسوالیو کې د دوو رغنیزو پروژو د چارو پرانیسته وکړه. د یادو پروژو د پرانیست په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت وویل، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۱۴ میلیونه ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت په وایګل ولسوالۍ کې د کثیر الرشتوي انسټیټیوت لپاره د یوې ودانۍ چې ۱۴ تدریسي خونې به ولري او خواته په برګمټال ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي لېسې لپاره پر ۱۴ جریبه ځمکه یوه ودانۍ چې ۸ تدریسي خونې به ولري د جوړولو چارې یې پیل شوې دي.