یو چینایي سوداګر غواړي افغانستان کې د سولرو د تولید په برخه کې ۴۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د شییه په نوم پانګوال په دې پانګونې سره به په هېواد کې ۱۰۰۰تنو ته کاري زمینه هم برابره شي. د یاد وزارت مسوولین شيیه ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د سرپرست حکومت رهبري په افغانستان د صنعت ودې او پراختیا ته ژمنه ده. بلخوا د برېښنا برخې پوهان سولري یا لمریزه برېښنا یوه پاکه او د نظر وړ او پایداره سرچینه بولي چې د برېښنا لګښتونه راکموي او له چاپېریال ساتنې سره د مرستې ترڅنګ په بېلابېلوځایونو کې یي لګول اسانه او د امکان وړ دي.