د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ سېلاب ځپلې کورنۍ چې د دغه ولایت مرکز ته بې ځایه شوي وايي، له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی وایي، تر اوسه د حکومت سربېره هېڅ مرستندویه بنسټ له دوی سره مرسته نه ده کړې او دمګړۍ د خوراک او څښاک لپاره څه نه لري. دغه سېلاب ځپلي وایي، وروستیو سېلابونو کې یې خپله ټول شته له لاسه ورکړي او مرستو ته سترګې په لاره دي. دوه نیمې میاشتې وړاندې د غور مرکز فیروز کوه ښار څنډو کې ویجاړونکو سېلابونو د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ سختې وځپلې، زرګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې.