د امریکا د کالیفورنیا په شمال کې د اورلګېدنې له امله څه باندې ۳۵۰ زره جریبه ځمکه سوځېدلې او ۱۳۴ ودانۍ یې ویجاړې شوې دي. د کالیفورنیا د ځنګلونو او اور وژنې اداره وایي، د دغې اورلګېدنې په تړاو یې یو کس نیولی چې ویل کیږي، خپل موټر یې چې اور یې اخیستې یو ژور ځای ته غورځولی او د دغې پراخې اورلګېدنې لامل شوی دی. دغه اورلګېدنه د تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې پیل شوې چې اور وژونکې ډلې یې په مهارولو کې تر دې دمه پاتې راغلې دي.