د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې تېرو ویجاړوونکو ورښتونو او توپانونو په دغه ولایت کې، په زرګونه جریبه ځمکه فصلونه، کانالونه، سربندونه، شنې خونې او زرګونه میوه لرونکې ونې تخریب او لهمنځه وړي. مسوولین وايي، چې د دغو توپانونو له امله لسګونه څاروي هم تلف شوي دي. په همدې حال کې یو شمېر کروندګر چې د وروستیو ورښتونو او توپانونو له امله یې درانه مالي زیانونه لیدلي، له سرپرست حکومته د ځانګړو مرستو غوښتنه کوي. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د توپانونو او ورښتونو له امله یې د ټولو تخریب شوې سیمو سروې کړې او ډاډ ورکوي، چې ټولو زیانمنو ته به مرستې ورسېږي.