د هرات – ادرسکن پر لويه لاره د ادرسکن ولسوالۍ په خاجوري سيمه کې له يوه باروړونکي موټر سره د سورلۍ موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې د درېيو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون اته کسان مړه شوي. یادې پېښې ته نږدې کسانو ویلي، چې دغه ټکر دومره په شدت سره شوی چې د سورلۍ وړوکی موټر څو ټوټې شوی او د مړو ځینې جسدونه هم ټوټې ټوټې شوي. په هرات کې ځايي چارواکو د دغې پېښې په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي. په هېواد کې د موټرو د ټکر پېښې د چلوونکو ګړندی تګ او له ټرافیکي اصولو څخه د چلوونکو سرغړونه په ګوته شوې چې تل پر لویو لارو د ټکر لامل کیږي.