د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د ایران په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر وکړ. په دې درې ورځني سفر کې به سیاسي مرستیال د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د هغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره په رسمي ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا، په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په حل او د همکاریو په پراختیا خبرې وکړي. همداراز به مرستیال د دې رسمي سفر په جریان کې د یوشمېر نورو هېوادونو له استازو او مسوولینو سره هم وګوري.