د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د موزیم ریاست، لرغون پیژندنې ریاست او تاریخي ابداتو ریاست سره په ګډه د تاریخي سیمو او د سېلابونو له امله د زیانمنو شوو سیمو د سروې پر مهال ۸ نوې تاریخي او کلتوري سیمې په دغه ولایت کې کشف کړې. د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی هاشمي ویلي، چې دغه ۸ سیمې د دې ولایت په برکې، نهرین، دهصلاح، پلحصار، مرکزي بغلان او دهنه غوري سیمو کې کشف شوي چې سمڅې، قلعې او غونډۍ پکې شاملې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د دې کشف شویو سیمو لرغونتوب په باختري زمانې پورې او ځینو نورو یې په کوشاني زمانې پورې تړاو لري.