له افغانستان څخه په لومړي ځل تاجکستان ته د حیواناتو ۲۵ ټنه خوراکي توکي صادر شول. د بلخ ولایت ځایي مسوولین وایي، په دغو صادراتو کې د چرګانو ۲۵ ټنه دانه شامله ده، چې د شېرخان بندر له لارې تاجکستان ته ولېږدول شوه. دوی وایي، افغانستان د چرګانو دانې د تولید له اړخه په ځان بسیا شوی، چې د روان کال تر اخیره به دا کچه زر ټنو ته پورته شي. په همدې حال کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین بهر هېوادونو ته د افغاني توکو صادرول د اقتصادي ودې لپاره ګټور بولي او سوداګرو ته په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي.