د چمن پرلت غړو ویلي کهچېرې د پاکستان حکومت پر خپلو ژمنو ونهدرېږي، په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي. د پرلت غړي وایي د پاکستان حکومت ورسره کلکه ژمنه کړې، چې پر تذکره او شناخت کارت به د سپين بولدک – چمن پر بندر تګ راتګ کوي. د پرلت مسوولین وایي، پاکستاني مسوولینو پر قسم ورسره ژمنه کړې وه چې، پر پېژندپاڼه او شناخت کارټ به د تګ راتګ اجازه ورکوي؛ خو په خبره یې د پرلت له ټولېدو سره سم یې، پر خپله کړې ژمنه عمل ونه کړ. د تېرو څه باندې لسو میاشتو راهیسې د چمن – سپین بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون کې پرلت پیل شوی او دې چارې تر دې دمه د دواړو خواوو اوسېدونکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.