د هند د کېرالا د ویاناډ ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښویېدنې له امله ۱۹ کسان مړه شوي دي. ورته مهال د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په ویاناډ کې د ځمکې ښویېدنې وروسته د کېرالا حکومت ته له مرکزه د هر ډول ممکنه مرستې ډاډ ورکړی. هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د ویاناډ په ځینو برخو کې د ځمکې ښویېدنې له امله ګڼ خلک زیانمن شوي دي. نوموړي ویلي، په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي. د راپورونو له مخې، د مړو شویو کسانو شمېره ښایي ډېره لوړه شي؛ خو لا هم تر خاورو لاندې سلګونه بند پاتې کسان نه دي را اېستل شوي. د ځمکې ښویېدنې ترڅنګ په سیمه کې د سېلابونو راوتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.