د کندوز ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولينو ویلي؛ سږ کال په دې ولايت کې د بادامو په حاصلاتو کې د۷۰ سلنه زياتوالي راغلی دی. د کندوز د کرنيزو چارو امر صلاح الدين واحدي ویلي؛ د بادامو د حاصلاتو ډېروالي لامل مناسبه هوا، تخنيکي مشورې، د نباتي ناروغيو د له منځه وړلو درملو کارول او د اصلاح شويو نيالګيو دوديدل دي. په یاد ولایت کې د بادامو بڼ لرونکي له سرپرست څخه په کور دننه او بهر د يادو کرنيزو محصولاتو لپاره د ښې بازار موندنې غوښتنه کوي. د کندوز کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د مالوماتو له مخې سږ کال له نهه زره هکتاره بڼونو څخه به شاوخوا شپږ زره مټريک ټنه د بادموحاصلات ترلاسه شي.