د سمنګانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یاد ولایت د کرنې آمر عبدالخلیل کریمي ویلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې په ۱۳ زره هکتاره ځمکه خټګي او هندواڼې کرل شوې وې، چې د تېر کال په پرتله یې سږ کال په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه ډېروالی راغلی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د خټکیو او هندواڼو د حاصلاتو د ډېروالي اساسي لامل موسمی ورښتونه د طبیعي آفتونو او ناروغیو نشتون په ګوته کړي. ورته مهال د یاد ولایت یو شمېر کروندګر وایي، چې تېر کال د حاصلاتو د پلور لپاره بازار ښه وه؛ خو اوس یې د حاصلاتو د پلور لپاره بازار کم رنګه دی، چې په ورځنی ډول هر کروندکر تر ۸۰ او ۹۰ منو پورې خټکي او هندواڼې پلوري.