د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د مهترلام ښاروالۍ له بودجې څخه د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو بېلابېلو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې. په دې مراسمو کې د مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت ویلي، چې په دغو پروژو کې د ښار د سړکونو بيارغونه، د سړکونو د بولډرونو جوړول او د ولایتي روغتون ترڅنګ د تم ځای د دېوال جوړول شامل دي.