د لوګر په برکي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې د اوو ښوونځیو د جوړولو چارې پيل شوې. د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې دا اووه ښوونځي د یونیسف په همکارۍ او د جاپان هېواد په مالي ملاتړ، څلور په خروار، دوه په برکي برک او یو بل په څرخ ولسوالیو کې جوړېږي، چې شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب وايي، چې د هر ښوونځي په جوړېدونکو ودانیو کې شپږ درسي ټولګي ، یوه اداري خونه، احاطوي دېوال، د اوبو څاه، د لمریزې برېښنا سیسټم او د حفظ الحصې ټول اړین ملحقات په پام کې نیول شوي، چې په شپږو میاشتو کې به اووه واړه ښوونځي ګټې اخیستنې ته چمتو شي. د هغه په خبره د دغو ښوونځیو په جوړېدو سره به د شاوخوا اووه زره زده کوونکو هغه ستونزې چې د بې سرپناه په برخه کې لري حل شي او هم به ورته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.