د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ایران ته د رسمي سفر په ترڅ کې پرون ماښام په تهران کې د افغانستان د سرپرست حکومت له سفیر، افغان ډیپلوماتانو او د سفارت د کارکوونکو په ګډون له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي. په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال ویلي، چې د افغانستان پر ځان بسیا کول سرپرست حکومت ته لومړیتوب لري او هڅه کوي چې په کور د ننه او بهر د هېوادوالو ستونزې حل کړي. سیاسي مرستیال ویلي، سرپرست حکومت اوس مهال په نړیواله او سیمهییزه کچه مناسب ځای لري او په نږدې راتلونکي کې به له ځینو نورو هېوادونو سره هم د سرپرست حکومت رسمي سیاسي اړیکې پیل شي. د هغه په وینا؛ له ګاونډیو او یو شمېر نورو هېوادونو سره ښه تعامل او اړیکې د سوداګریزې راکړې ورکړې د ودې لامل شوې دي.