د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ایران ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د کورنیو چارو له وزیر احمد وحیدي سره کتلي. دې کتنه کې احمد وحیدي په لوړه کچه د افغان او ایراني چارواکو سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ودې او همکاریو د پراختیا په برخه کې اغېزمن بللي او ویلي یې دي، چې تهران غواړي له سرپرست حکومت سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې لا پراخې کړي. نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت سره پر پوله ډېری ستونزې حل شوې دي. ورته مهال سیاسي مرستیال ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې د سرپرست حکومت د بهرني سیاست مهمه برخه ده. نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان کې د نشهيي توکو کښت او کاروبار صفر ته راښکته شوی او په وینا یې سرپرست حکومت چاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د ګاونډیانو یا نړۍ پر ضد وکارول شي.